ټاکل شوې له طالبانو سره د افغان دولت مرکچي پلاوی سبا دوشنبې د مرغومي ۱۵ مه د بل پړاو خبرو د پیل لپاره دوحې ته ولاړ شي.
ټاکل شوې له طالبانو سره د افغان دولت مرکچي پلاوی سبا دوشنبې د مرغومي ۱۵ مه د بل پړاو خبرو د پیل لپاره دوحې ته ولاړ شي.
د خبر له مخې ویل کېږي، پلاوی به نن یکشنبې د مرغومي ۱۴ مه له ولسمشر محمد اشرف غني سره مشورتي غونډه ولري او سبا به قطر ته ولاړ شي.
یاد پلاوی وايي، اوربند او سیاسي مشارکت له طالبانو سره د دې پړاو خبرو له لویو مسایلو څخه دي، چې دوی به ورسره پرې خبرې وکړي.
دغه پلاوی په تېرو څو ورځو کې له ګوندونو، بنسټونو، واقعياو حقوقي شخصیتونو او مشرانو سره ناستې پاستې درلودې او د سولې په اړه یې ورسره نظرونه تبادله کړي دي.
د مرکچي پلاوی مشر محمد معصوم ستانکزي او ځینو غړو پرون د ملي روغې جوړې عالي شورا د مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره هم مشورتي ناسته درلوده.
د ملي روغې جوړې عالي شورا هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دوی هغه مسوده هم چمتو کړې چې مذاکره کوونکی پلاوی به د خبرو پر مهال د لارښود په توګه کار ترې اخلي.
ټاکل شوې، چې یاد پلاوی به نن د ولسمشر غني سره هم سلا مشورې وکړي او تر هغې وروسته به سبا د قطر په لور روان شي.
د پرېکړې سره سم د حکومت او طالبانو د مرکچي پلاویو د خبرو بل پړاو د مرغومي ۱۶ مه ټاکل شوي، چې په قطر کې به پیل شي.
د یادونې ده، چې د خبرو د دوهم پړاو تر پیل وړاندې پرون ولسمشر غني د قطر له امیر شېخ تمیم بن حمد ال ثاني سره هم تلېفوني خبرې کړې دي.
په دغه تلېفوني خبرو کې دواړو لورو د فوري اوربند په رامنځ ته کېدو ټيڼګار کړی، او د قطر امیر ډاډ څرګند کړی دی، چې د فوري اوربند لپاره به خپلې هېڅ راز همکارۍ ونه سپموي.
LINK: https://www.ansarpress.com/english/21715